Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

پاکستان د طالبانو د انشعابي ډلې مشر ملا رسول اخوند نیولی

$
0
0
د طالبانو د مالیې پخوانی وزیر ملا معتصم اغا جان وايي، د طالبانو د بېلې شوې ډلې مشر ملا اختر محمد رسول اخوند پاکستان نیولی دی.د جمهور آژانس د خبر له مخې ملا محمد رسول، چې تر څه مودې پخوا پوري یې د ملا منصور او بیا ملا هیبت الله د ډلې پر ضد په افغانستان کې فعالیت کاوه، په پاکستان کې نیول شوی دی.نوموړي پاکستانیو رسنیو ته ویلي چې د ملا هیبت الله اخوندزاده د مخالفې ډلې مشري اوس ملا عبدالمنان نیازی په غاړه لري.په ورته وخت کې آغاجان دا هم ویلي چې د طالبانو انشعابي ډله حاضره ده چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې وکړي.ملا اغا جان ویلي، هڅه کوي چې د ټولو طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د سولې د خبرو لپاره لاره هواره کړي.پر همدې مهال د ملا هیبت الله ډله ادعا کوي چې د ملا رسول یو مرستیال ورسره ملګری شوی دی.د ملا هیبت الله اخوندزاده ډلې په خپله ویبپاڼه کې ویلي چې ملا باز محمد، چې د ملا رسول یو له څلورو مرستیالانو څخه دی، د اروزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کې له دوی سره یوځای شوی دی.د ملا رسول اخوند مرستیال ملا عبدالمنان بیا وایي، د ملا هبت الله ډله هڅه کوي، چې د دوی د ډلې کسان د پیسو په بدل کې خپل لوري ته و واړوي.جمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>