Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31122

چورلکه کې طالبانو ته مهمات راوړل شوي وو

$
0
0
یوې باوري سرچینې رسنیو ته ویلي هغه پاکستانۍ چورلکه چې په لوګر ولایت کې یې بېړنۍ ناسته کړې، وسله والو طالبانو ته یې مهمات راوړي و.د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي. په چورلکه کې سپاره کسان ټول د پاکستان پوځي افسران و، او کوم روسۍ وګړی په کې نه و.دغه سرچنې د نوم نه ښودلو په شرط سپوږمۍ راډیو ته ویلي، چې دې پاکستانۍ چورلکه کې د وسله والو ځايي قوماندانانو، ملا شیرین او ملا همایون ته ۱۵۰ جوړه نظامي یونیفورم، ۳۰۰ مبایل سیټونه او ۱۴۰ زره امریکايي ډالر راوړل شوي وو.یادې سرچینې زیاته کړه، چې په سیمه کې د وسله والو بل قوماندان انځرګل له یادو دوو نورو قوماندانو سره د وروړل شوو مهماتو پر سر جګړه کړې، چې وروسته چورلکه هم تخریب شوې ده.باید وویل شي، چې د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې تېره پنشبنې یوه پاکستانۍ چورلکه ولوېده.ځايي سیمه ییزو چارو ویل چې د الوتکې له لوېدو سره سم سیمې ته طالبان ورغلي، چورلکه یې په راکېټ ویشې او سوځولې یې ده او عمله یې چې ۷ کسان و له ځان سره په نامعلوم لور بېولي. د پاکستان دفاع وزارت ویلي دغه چورلکه د ترمیم له پاره روسیې ته روانه وه، چې په لوګر کې یې بېړنۍ ناسته کړې ده.د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف له ولسمشر اشرف غني سره په دې اړه خبرې کړې او له هغو یې د عملې په راخوشي کېدو کې مرسته غوښتې.په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي، چې د چورلکې د عملې د خوشي کېدو له پاره به د ټولو چینلونو څخه کار واخلي.دغه راز د افغانستان دفاع وزارت بیا وایي، د چورلکې د لوېدو په اړه یې دا پلټنې پیل کړې، چې دا هم همغه چورلکه ده، چې افغانستان ورته اجازه ورکړې وه او که کومه بله ده.جمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31122

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>