$ 0 0 د هافنګټن پوسټ په نوم یوه امریکایۍ خپرونه وايي، امریکا د افغانستان په شمول د یو شمېر هېوادونو په ولسمشریزو ټاکنو او سیاسي تحولاتو کې د مستقیمو لاسوهنو بیه پرې کوي.د جمهور آژانس د خبر له مخې خپرونې دغه هېوادونه فلادلفیا، هندوراس، ګواتیمالا، ایران، هایتي، کانګو، اندونیزیا، ویتنام او افغانستان ښودلي دي.د خپرونې په وروستۍ ګڼه کې لیکل شوي، چې امریکا په لوی لاس د افغانستان د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزې ټاکني له درغلیو ډکې وبللې، ځکه د ټاکنو پایلې هغه ډول نه وې چې واشنګټن یی غوښتنه کوله.خپرونه زیاتوي، چې امریکا په ۲۰۱۴ کال کې په خپله دغه هڅه کې بریالۍ شوه او د افغانستان د اساسي قانون خلاف یې د اجراییه ریاست پوست رامنځته کړ.سرچینې ویلي، د امریکا استخباراتي ادارو په عامه او ولسمشرۍ ته نوماندې هیلري کلینټن او د هغې خاوند په خاصه توګه په تېره یوه لسیزه کې د نورو هېوادونو په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه کړې او دغه هېوادونه یې په لوی لاس بې ثباتۍ ته بیولي دي.سرچینه زیاتوي، امریکا په تېره یوه پېړۍ کې د فلادلفیا، هندوراس، ګواتیمالا، ایران، هایتي، کانګو، اندونیزیا، ویتنام او افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو او سیاسي تحولاتو کې د مستقیمو لاسوهنو بیه پرې کوي.جمهور آژانس: کابل