$ 0 0 د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو لېواله دی چې پر افغانستان له ناټو تړون سره د ګډو پروژو په اړه غور وکړي.د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د افغانستان له پاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې مشر ضمیرکابلوف د دوشنبې په ورځ کې.د روسیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې له لوېدیځ ايتلافي ځواک څخه یې د دا ډول پروژو په اړه اشارې ترلاسه کړې.ریاناوستي آژانس ته کابلوف ویلي کابلوف ویلي«یقیناً داسي اشارې شوي، خو یوازې اشارې او یوازې الفاظ دي، موږ تراوسه پوري د ناټو له لوري عملي ګامونه نه دي لیدلي. دوی وايي افغانستان داسي شریکه موضوع ده چې دواړو هم ناټو او هم روسیې ته د اندېښنې وړ ده، او موږ باید په یو نه یو ډول په ګډه کار وکړو. اجازه راکړئ چې بېرته هغو پروژو ته وګرځو چې پخوا موږ پرې خبرې کړې وې او تاسو، ناټو، وځنډولې.»نوموړي دا هم ویلي، چې یوازې د څو زره ځواکونو په لېږلو له تروریزمه د افغانستان له ساتنې سره مرسته نه شي کېدای.ټاکل شوې وه چې امریکا د افغانستان د هوايي ځواک لپاره د روسیې جنګي هیلي کوپتري په بیه وپېري، خو د اوکراین پر سر د دواړو خواوو اختلاف سبب شو چې د امریکا کانګریس پر روسیې بندیزونه ولګوي.جمهورآژانس:کابل