$ 0 0 پخواني ولسمشر حامد کرزی وایي د افغانستان د پخواني پاچا او ملت د بابا اعلیحضرت محمد ظاهر شاه کارنامې به تاریخ هېرې نه کړي.د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د مړنې د نهم تلین په یاد په ځانګړو مراسمو کې وکړې.نوموړي وویل، چې ارواښاد ظاهر شاه د افغانستان یو زړه سواندی، دیمکرات، روشنفکر او د افغانستان د ملي وحدت پاچا و.د هغه په وینا ملي وحدت او د لومړني اساسي قانون جوړول هغه څه و چې افغانان یې په یوه متحد ملت او افغانستان یې په یوه مترقي هېواد بدل کړ.باید وویل شي چې حامد کرزي نن د نوموړي د نهم تلین په یاد د هغه مقبرې ته د ګلو ګېډۍ کېښوده او ویې ویل، چې د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه کارونه او کړنې به د افغانستان په تاریخ کې تلپاتې وي.جمهورآژانس:کابل