Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

که پاکستان د دروازې کار ونه دروي، نو زما پر اوسنۍ دنده د پاتې کېدو دلیل نه پاتې کېږي

$
0
0
په اسلام آباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال پاکستان ته خبردارۍ ورکړ، چې که په تورخم کې د دروازې جوړول کار ونه دروي نو سر له نن نه دلیل نه پاتی کېږی چې دی د اوسنۍ دندې ته دوام ورکړي.د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي زاخېلوال دا هم ویلي، چې د کار په نه درېدو او دوام سره چې په راتلونکې کې هرڅه رامنځ ته کېږي، پړه به یې د پاکستان پر غاړه وي.ښاغلي زاخېوال پرخپله فسبوک پاڼه ویلي، چې د تورخم د ستونزې په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې او پر دغه ټکو اول: اوربند، دوهم: د ستونزی په اړوند په جګه کچه تماس، دریم: د یو لوړپوړی هیئت په چوکاټ کی د خبرو له لاری د موضوع چټک حل، څلورم: د خبرو تر حل پوری د کار توقف، موافقه کړې.زاخېلوال وايي پاکستاني لوري د تېرې ورځې له ناستې ناسم تعبیر اخیستی او د توقع خلاف یې کار نه دی درولی، چې په وینا یې دا د تېرې ورځې له موافقې په ښکاره سرغړونه ده.په اسلام آباد کې افغان سفیر د دې ستونزې او د تېرې ورځې د ناستې په اړه لیلکي «پرون ما د پاکستان د فوځ د پلاوی سره په لاندی ټکو خبری لن‌‌‌‌‌‌ډی کړی: دغه ټکو اول: اوربند، دوهم: د ستونزی په اړوند په جګه کچه تماس، دریم: د یو لوړپوړی هیئت په چوکاټ کی د خبرو له لاری د موضوع چټک حل، څلورم: د خبرو تر حل پوری د کار توقف.»دغه راز ښاغلي زاخېلوال پر خپله فسبوک پاڼه دا هم لیکلي، چې د پاکستان له لوري د کار په پیل قطعآ توافق نه دی شوی او په دې اړه یې د پاکستان د پوځ مشرتابه ته یو پیغام هم لېږلی دی.هغه لیکلي«د پاکستان د لوري د کار په پیل قطعآ توافق ندی شوی او په همدې اړوند همدا اوس ما د پاکستان فوځ مشرتابه ته یو پیغام واستاوه چې په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دی:«نه یواځی دا چی د توقع خلاف تاسی کار ندی درولی تر څو د خبرو دلاری حل ته فرصت ورکړۍ بلکی په غلطه مو داسی ښودلی چی ستاسی د کار پیل زموږ د پرونیو خبرو پر اساس شوی. زه ستاسی دا خبره په صراحت او وضاحت ردوم. که چیری تاسی کار و نه ځن‌‌‌‌‌‌ډوۍ تر څو د خبرو د لاری د ا کړکیچ حل شی نو سر له نن نه دلیل نه پاتی کیږی چې زه دې اوسنۍ دندې ته دوام ورکړم. زه به د تورخم د موضوع او شخړې مکمل تفصیل عام کړم او د دې موضوع راتلونکې هر ناخواله عواقب به ستاسې په اوږو وي.»دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پوخ وینا عاصم باجوه به یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په تورخم کې به دروازه په هر ډول چې وي جوړېږي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>