Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

ملا منصور ته پاسپورت ورکوونکي ونیول شول

$
0
0
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د طالبانو مشر ملا منصور او د هغه کورنۍ ته پاسپورت ورکوونکي یې نیولي دي.د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت ویلي، چې ملا منصور ته د پاسپورت د ورکړې په تور دوه تنه مامورین نیول شوي دي.د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویاند سرفراز حسین وايي، نیول شوي مامورین په کوټه او کراچۍ ښار کې نیول شوي دي.د هغه په وینا نیول شوي کسان د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې یو مامور عزیز احمد او بل هغه یې هم د پاکستان د ملي ډېټابېس د ادارې مسؤول رفعت اقبال دی، چې دواړه تېره ورځ شنبې ونیول شول.سرفراز حسین وايي، اقبال منصور، د نوموړي دوهمې ښځې او ماشومانو ته د پاکستاني پاسپورت د صادرولو په خاطر پرون په کراچۍ ښار کې ونیول شو.ده و ویل چې اقبال د طالبانو مشر ته د پاکستاني اسنادو په برابرولو کې مرسته کړې وه.باید وویل شي د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور تېره اونۍ د پاکستان د بلوچستان ایالت د دالبندین په احمدوال سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې و وژل شو.جمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>