Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 29612

د پغمان په ځانمرګي برید کې ۴۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

$
0
0
روغتیايي چارواکي وايي، په پغمان ولسوالۍ کې د شوي موټر بم ځانمرګي برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه برید نن سهار نهه نیمي بجې د پلازمنې کابل د پغمان ولسوالۍ ودانۍ مخې ته وشو.پولیس چارواکي وايي، برید کوونکي د چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د ولسوالۍ ودانۍ سره چاودنه ورکړې ده.د کابل د پولیسو ویاند عبادالله کریمي وايي، په دغه برید کې د دوه پولیسو په ګډون ۴ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي.د هغه په وینا په وژل شویو کې د پغمان ولسوالۍ جنايي مدیر شامل دی او ټپیانو کې ۷ مېرمنې او ۴ یې هم ماشومان دي، چې د درملنې روغتون ته وړل شوي دي.په ورته وخت کې د روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار وايي، په دغه برید کې څلور تنه وژل شوي او ۴۱ تنه نور ټپیان شوي دي.د هغه په خبره د زیاتره کسانو ټپونه سربېرن و، چې تر درملنې وروسته کورنو ته تللي دي.د روغتیا وزارت ویاند زیاتوي چې ټپیان ټول ولسي وګړي و، چې ۷ مېرمنې او ۴ ماشومان هم په کې شامل دي.نوموړي وویل چې برید د یوې کوچینۍ مازاد په موټر شوی چې له امله یې د ولسوالۍ ودانۍ دېوال او درې کانټینره هم زیانمن شوي.د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې برید د د اختر محمد غزنوي په نوم یو تن تر سره کړی او ګڼ شمېر پولیسو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې د امان الله ګذز په زوی هم ځانمرګی برید شوی وو.جمهور آژآنس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 29612

Trending Articles



<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>