Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31148

هرات کې وسله والو ۱۵ ماین پاکان تښتولي

$
0
0
چارواکي وايي، وسله والو مخالفینو په هرات ولایت کې د ماین پاکۍ موسسې ۱۵ تنه ماین پاکان تښتولي او نامعلوم لور ته یې وړي.د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ ماسپښین مهال د هرات ولایت په کهسان ولسوالۍ کې تښتولي دي.د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، دغه تښتول شوي ۱۵ تنه ماین پاکان د هلوترسټ ماین پاکۍ موسسې اړوند و، چې تر اوسه یې درک نه دی معلوم.د فرهاد په وینا ګومان کېږي، چې وسله والو دغه ماین پاکان د هرات ګلرانلسوالۍ ته وړي وي.بل خوا عیني شاهدانو او ځینو سرچینو بیا رسنیو ته ویلي، چې وسله والو ۳۵ تنه ماین پاکان تښتولي، خو د هرات چارواکو یوازې د۱۵ تنو پخلی وکړ.تر اوسه یادې موسسې او وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.باید وویل شي، چې څه موده وړاندې په لوګر ولایت کې هم د ماین پاکۍ د یوې موسسې ۷ تنه کارکوونکي د وسله والو له خوا تښتول شوي و، چې پنځه یې راخوشي او د دو تنو تر اوسه هم برخلیک نه دی معلوم.جمهورآژانس:هرات

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31148

Latest Images

Trending Articles

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>