Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

۱۱ تنه وسله وال د سولې له بهیر سره یو ځای شول

$
0
0
چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د وسله والو مخالفینو ۱۱کسیزه ګروپ له جګړې لاس په سر او د سولې له بهیر سره یو ځای شو.د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې دغه وسله والو د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې دولت ضد فعالیتونه تر سره کول.د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال او د دې ولایت د سولې د ولایتي کمېټې مشر ملک نظیر د سولې له پروسې سره د دغه کسانو پر یو ځای کېدو خوښي وښوده.ښاغلي ګردیوال پر نورو وسله والو هم غږ وکړ، چې حقیقت درک کړي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.دغه راز ملک نظیر وویل، چې دغه کسانو د حقیقت په درک کولو سره جګړه پرېښې او د ۱۱ میله وسلې سره یو ځای د سولې له بهیر سره یو ځای شول.دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په ننګرهار کې ۴۳ وسله وال طالبان او ۱۱ داعش وسله والو د هغوی د قوماندانانو په ګډون د سولې له بهیر سره یو ځای شوي وو.باید وویل شي، چې تر اوسه په ننګرهار کې ۹۰۷ تنه وسله وال مخالفین د سولې د کمېټې په هلو ځلو د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي.جمهورآژانس:ننګرهار

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

Latest Images

Trending Articles