$ 0 0 امنیتي چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ جګړه کې له دواړو لورو ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار امنیه قومانداني زیاتوي، چې دغه نښته تېره ورځ د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په کرګڼې سیمه کې د طالبانو او داعش تر منځ شوې.د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، په دغه جګړه کې د یوه قوماندان په ګډون ۹ داعشیان او ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او دغه راز ۶ داعش او ۴ وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.نوموړي دا هم وویل چې دوه وسله وال طالبان د داعش له لوري ژوندي نیول شوي، خو طالبانو او داعش تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم د ننګرهار په اچین، نازیانو او ځینو نورو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو او داعش تر منځ خونړۍ جګړې رامنځ ته شوې دي.جمهورآژانس:ننګرهار