Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

یوه ځوان د کرکټ ملي لوبډلې تر بریا وروسته د زړه سکته کړې

$
0
0
د پکتیا ولایت د کرکټ ولایتي ادارې خبر ورکړی، چې له وسیټنډیز څخه د افغان لوبډلې د بریا وروسته یو ځوان د خوښي له امله د زړه سکته کړې او مړ شوی دی.د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان او وسټنډیز تر منځ د نړیوال جام شل اوریزه سیالي تېره ورځ د هند په ناګپور کې د افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده، چې د ټولو افغانانو او د کرکټ د ګڼ شمېر مینوال د لویې خوښۍ سبب شوه.تر دغه بریا وروسته افغان په تېره بیا ځوانان دومره له خوښی احساساتي و، چې ان ځینو له خوښۍ ژړل او ځینو خپل احساسات نه شوای بیانولی.د همدې خوښي په ترڅ کې یو ځوان افغان چې غني الرحمن نوميږي ویل کېږي، د زړه سکته کړې او مړ شوی دی.له پکتیا څخه خبریالانو د دغه ولایت د کرکټ ولایتي ادارې د چارواکو په قول ویلي، چې د دې لوبې له ګټلو سره سم غني الرحمن نوميږي د ډېرې خوښۍ له کبله سکته کړې او مړ شوی دی.ویل کیږي، چې نوموړی د پکتیا د کرکټ الف لوبډلې لوبغاړی هم و، خو تر اوسه پورې د مړه شوي ځوان کورنۍ رسنیو ته څه نه دي ویلي.جمهورآژانس:پکتیا

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>