Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

ملاعبدالمنان نیازی وايي ملا محمد رسول نه دی نیول شوی

$
0
0
د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال او ویاند ملا عبدالمنان نیازي وايي، د دوی مشر ملا محمد رسول نه دی نیول شوی.د جمهور آژانس د خبر له مخې تېره ورځ پاکستاني رسنیو راپور ورکړ، چې د پاکستاني پوځي او استخباراتي ځواکونو ملا محمد رسول په پاکستان کې په مرموز ډول نیول شوی.دغه رسنیو ویلي و، چې ملا محمد رسول د هرات په شنډنډ ولسوالۍ کې د دغه د پلویانو او د ملااختر محمد منصور د پلویانو تر منځ له خونړۍ جګړې وورسته پاکستان ته تښتېدلی و، چې هلته د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.په ورته وخت کې رسنیو دا هم ویلي و، چې د ملا محمد رسول د نیول کېدو خبر پر پاکستاني چارواکو سربېره د ملا محمد رسول د ډلې طالبانو هم تاييد کړی دی.خو د ملا محمد رسول مرسیتال او د دغه ډلې ویاند ملا عبدالمنان نیازی د رسنیو دغه خبرونه په کلک رد او ویې ویل، چې ملا محمد رسول نه دی نیول شوی.ملا عبدالمنان نیازي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې مشر یې اوس هم د جګړې رهبري کوي او په افغانستان کې په خوندي ځای کې دی.جمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>