Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

د پاکستان امنیتي ځواکونو ملا محمد رسول نیولی

$
0
0
پاکستاني رسنۍ وايي، امنیتي او استخباراتي ځواکونو د طالبانو د یوې بلې شوې ډلې مشر ملا محمد رسول اخوند په مرموز ډول نیولی دی.د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ویلي هم پاکستاني چارواکو او هم د رسول پلویانو د نوموړي نیول کېدا تایید کړې ده.ورځپاڼې وايي، یو پاکستاني چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ورته ویلي، چې ملا محمد رسول د افغانستان په هرات ولایت کې د طالبانو تر منځ د خونړۍ جګړې تازه پاکستان ته تښتېدلی و، چې ونیول شو.باید و ویل شي، چې ملا رسول اخوند شاوخوا لس ورځې وړاندې په یوه مرکه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې هلې ځلې د پاکستان له لوري دېکته شوې هڅه بللې وه.نوموړي د بریتانیا د سلطنتي خدماتو متحد انستیتیوت (RUSI) ته په مرکه کې ویلي و:«مخکې موږ فکر کاوه چې د افغانستان حکومت له ټولو طالبانو سره د سولې خبرو ته لېوال دی، خو ومو لیدل چې حکومت یوازې له ملا اختر محمد منصور سره سولې ته لېوالتیا لري ځکه چې پاکستان دغسي دېکته کړی دی. موږ پرېکړه وکړه چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې نه شو پیلولی.»رسول په خپله مرکه کې همداراز په څلور اړخیزه ډله کې د ایران او هند د ګډون غوښتنه کړې وه.جمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31139

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>