$ 0 0 د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور پر خپلو پلویانو غږ کړی، چې پر دښمن د خپل وروستي ګوزار له پاره چمتوالی ونیسي.د جمهور آژانس د خبر له مخې منصور دغه غږ په هغه تازه ویډیويي پیغام کې کړی، چې د طالبانو په رسمي ویب پاڼه کې خپور شوی دی.طالب مشر منصور له خپلو پلویانو د یووالي غوښتنه کړې او ورته ویلي یې دي، چې پر خپل دښمن د وروستي ګزار له پاره چمتو شي.که څه هم نوموړي د وروستي ګزار په اړه جزیات نه دي په ډاکه کړي، خو ویلي یې دي، چې طالبان د د بل هر وخت په پرتله اوس په ښه حالت کې دي.ملا اختر منصور همدا راز طالبانو ته لارښوونه کړې چې افغان ماشومانو ته له شريعت سره سم د ديني او عصري زده کړو زمينه برابره کړي.دغه راز هغه پر طالبانو دا غږ هم کړی، چې په نظامي برخه کې دې د دولت کارکوونکي او پلويان خپل ځان ته راجلب کړي. طالب مشر دغه پيغام پر داسې مهال خپور کړی، چې له یوې خوا د سولې له پاره څلور اړخیزه هڅې روانې دي او له بلې خوا د هېواد په بېلا بېلو برخو کې جګړو زور اخیستی دی.جمهورآژانس:کابل