Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

د ولسي جرګې د غړي سمیع الله صمیم ساتونکو یو پولیس وهلی ډبلولی

$
0
0
د ولسي جرګې د غړي سمیع الله صمیم ساتونکو په کابل ښار کې یو پولیس وهلی ډبولی، چې دغه کار د کابل د خلکو غوسه راپارولې.د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه وړمه ورځ په کابل ښار کې د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې پولیسو د هغه موټر ته پر دغه سړک د تلو اجازه نه ده ورکړې.په هغه ویډیو کې چې په خوله رسنیو کې خپره شوې، وهل شوی پولیس وایي، چې هلته دوازه جوړېده، لار بنده او د ښاغلي صمیم ساتونکو ته یې وویل چې له بلې لارې لاړي شي، خو هغوی پر په دلیزه توګه راکوز او سخت ګزارونه یې ورباندې وکړل.دغه پولیس وایي، د پېښې پر مهال خپله ښاغلی صمیم هم موجود و، خو صمیم ویلي، چې دی په هغې موټر کې نه و، بلکې مخکې موټر کې روان وو.د ولسي جرګې دغه غړي ویلي، چې دی به خپله حوزې ته لاړ شي او که چېرته یې ساتونکي ملامت و، نو له پولیس نه به بښنه وغواړي.خو د ولسي جرګې د دې غړي د ساتونکو یاد کار د کابل ښاریانو غوسه راپارولې او دا غوسه یې هله زیاته شوې، چې ویل کېږي د همدې پېښې له امله لار بنده و، او یوه مور چې میندواره وه، د لارې د بندښت له امله یې په موټر کې ساه ورکړې.کابل ښاریانو د ولسي جرګې د غړي ښاغلي صمیم د ساتونکو دغه کار د قانون خلاف او بدماشي بللې ده.دا لومړی ځل نه دی، چې د ولسي جرګې د یوه غړي د ساتونکو له خوا پولیس وهل کېږي، بلکې له دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځ ته شوې دي.جمهور آژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

Latest Images

Trending Articles



Latest Images

<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>