$ 0 0 د ګلبدین حکمتیار په مشر اسلامي حزب د سولې په خبرو کې ګډون کولو ته تیاری ښودلی او ویلي یې دي، چې په دې خبرو کې د شرکت له پاره چمتو دي.د جمهورآژانس د خبر له مخې اسلامي حزب په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په یادو مذاکراتو کې د کډون هدف یې یوازې او یوازې دا دی، تر څو ملت ته وښي، چې حزب اسلامي صلح غواړي.په دغه خبرپاڼه کې راغلي« په دغو مذاکراتو کي د شرکت لپاره چمتو یو، یوازي په دې موخه چي خپل ملت ته څرګنده کړو (چې) حزب اسلامي صلح غواړي او امریکا او په امریکا پوري تړلې کړۍ د جنګ دوام خوښوي.»په ورته وخت کې په خپرپاڼه کې د امریکا هغه ګام چې د حزب اسلامي د ګوند دوه غړي یې په تور لېست کې شامل کړي په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي« واشنګټن دا کار دقیقاً وروسته له دې کړی چې اسلامي حزب د سولې خبرو ته تیار شو او د دې خبرې مطلب دا دی چې امریکا د سولې د خبرو مخالفه ده او د جګړې په دوام کې ګټې لټوي.»سرچینې زیاته کړې، د امریکا له لوري دې ته ورته ګام مخکې هم، کله چې د حزب پلاوي په کابل کې له افغان چارواکو سره خبرې کولې، کړی و.باید وویل شي، چې د اسلامي حزب ګوند دغه اعلان وروسته له هغې وکړ، چې څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر پر حزب اسلامي او طالبانو غږ وکړ، چې د جګړې پر ځاې د سولې لار خپله کړي.جمهورآژانس:کابل