$ 0 0 په داسې حال کې، چې وسله والو طالبانو د سولې په خبرو کې له ګډون څخه انکار کړی امریکا وايي، طالبان له خبرو پرته بله لار نه لري او باید د سولې مخامخ خبرو ته کېني.د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امریکا او نړیواله ټولنه به په روانه جګړه کې د افغان حکومت تر څنګ ولاړه وي.امریکا په دې خبرپاڼه کې پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې باید له دې فرصته ګټه پورته کړي او خامخا د خبرو مېز ته کېني.په دغه خبرپاڼه کې راغلي« طالبان پرته له دې چې په ښه نیت سره د سولې خبرو ته غاړه کېږدي، بله هېڅ لار نه لري، په افغانستان کې د جګړې دوام او د عامو افغانانو وژنه د هېچا په ګټه نه ده.»د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې طالبانو ته خبردارۍ ورکړی، چې که د جګړې لار خپله کړي نو د افغان ځواکونو او د هغوی د نړیوالو ملاتړو له سخت غبرګون سره به مخ شي.امریکا دا خبردارۍ پر داسې مهال کوي، چې طالبانو تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سولې په خبرو کې به ګډون ونه کړي.طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په داسې حال کې چې تازه بهرني ځواکونه افغانستان ته راځي، شپني او هوايي عملیات کوي او افغان ځواکونو جګړې ته شدت ورکړی، د سولې خبرې کومه پایله نه لري.په دغه خبرپاڼه کې راغلي، تر څو چې بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي، طالب بندیان او طالب مشران له تور لېسته نه وي ایستل شوي، طالبان به د سولې په خبرو کې ګډون ونه کړي.جمهورآژانس:کابل