$ 0 0 د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار او حزب اسلامي پخوانی مرستیال قطب الدین هلال وايي، افغان ولسمشر د موقت حکومت له جوړېدو پرته د طالبانو نورې وړاندیزونه منلي دي.د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي هلال دغه څرګندونې د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته په یوه مرکه کې کړې دي.نوموړي ویلي، چې د ملي یووالي حکومت په اساسي قانون کې د بدلون، له تور لېسته د طالب مشرانو د ایستلو، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پرانستو او د طالب بندیانو د خلاصون په برخو کې مرستې ته تیار دی.خو په وینا یې ولسمشر غني د موقت حکومت د رامنځ ته کولو په برخه کې د طالبانو دا غوښتنه رد کړې ده.د ولسمشر سلاکار دغه ورځپاڼې ته ویلي«ولسمشر غني په کابل کې د موقت حکومت د جوړېدو په باب د طالبانو غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي، د هغه حکومت پر سر چې د خلکو په رایو جوړ شوی دی، معامله نه شي کولی.»ښاغلي هلال دا هم ویلي چې طالبان له افغانستانه په یو وار او سمدستي د بهرنیو پوځیانو پر وتلو ټینګار نه کوي خو وايي چې په تدریج دې ووځي.ده د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو په اړه چې ټاکل شوې په روان میلادي میاشت کې تر سره شي ویلي د هغو معلوماتو پر اساس چې د قطر له دفتر څخه یې ترلاسه کړي طالبان د سولې په مخامخ خبرو کې ګډون نه کوي.خو په خبره یې پاکستان ویلي چې له ټولو لارو به کار واخلي څو طالبان د اسلام اباد په مخامخ خبرو کې برخه واخلي.جمهورآژانس:کابل