Quantcast
Channel: پایگاه خبرگزاری جمهور - پربيننده ترين عناوين :: نسخه کامل
Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

وسله وال طالبان وطن پلورونکي دي

$
0
0
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کنړ ولایت کې پر شوي ځانمرګي برید ژوه خواشني ښودلې او د دغه برید پړه یې پر وسله والو طالبانو اچولې.د جمهور آژانس د خبر له مخې تېره اونۍ د کنړ ولایت په مرکز اسعدآباد کې یو خونړی ځانمرګی برید وشو، چې په کې ۱۵ تنه و وژل شول او ۴۱ تنه نور ټپیان شول.په وژل شویو کسانو کې یو هم د کنړ ولایت د دانګام ولسوالۍ د ولسي پاڅونکوونکو مشر حاجي خان جان هم و، چې د کنړ د چارواکو په خبره د برید اصلي موخه هم همدی وو.ښاغلي حکمتیار د نورو ولسي وګړو تر څنګ د حاجي خان جان پر وژل کېدو ژوره خواشني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې طالبانو د دې خاورې او خلکو ساتونکی په دغه برید کې و واژه.د حزب اسلامي مشر په خپل یوه پیغام کې وسله وال طالبان وطن پلورونکي بللي او د کنړ پر ولس یې غږ کړي، چې له طالبانو د خپل مجاهد مشر حاجي خان جان د وژلو غچ واخلي.نوموړي حاجي خان جان یو مخور شخصیت بللی او ویې یې دي، چې اسامه بن لادن او ایمن الظواهري يو مهال په کنړ کې له حاجي خانجان سره اوسېدل.باید و ویل شي، چې حاجي خانجان په کنړ کې يو پيژندل شوى کس د وسله والو طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅون مشر او دغه راز له ډېر وخت را په دي خوا يې د حزب اسلامي افغانستان لپاره کار کړى وو.جمهورآژانس:کابل

Viewing all articles
Browse latest Browse all 31132

Latest Images

Trending Articles