$ 0 0 رپوټونه وايي قزاقستاني پولیسو په دغه هېواد کې د حزب التحریر د ډلې د عړیتوب په تور یو شمېر ښځې نیولي دي.د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ښځې تېره ورځ د قزاقستان د جنوبي ښار اوش په کارا سیمه کې نیول شوې دي.رپوټونه زیاتوي، چې د اوش ښار پولیسو ۱۵ ښځې په دې تور نیولې، چې د حزب التحریر د ډلې غړیتوب لري.ویل کېږي له دغه مېرمنو سره یو شمېر داسې کتابونه هم موندل شوي، چې ګومان کېږي افراطي متحوا لري.باید وویل شي، چې په قرغزستان کې د حزب التحریر او نورو منع شویو اسلامي ډلو د غړیتوب په تور د خلکو نیول له ۲۰۱۵کال راهیسې زیات شوي دي.جمهورآژانس:کابل